د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن ویلي، ایران د حماس ډلې له بریدونو وروسته سخت زیان لیدلی او اوس هڅه کوي چې د اسرائیل د احتمالي بریدونو مخه ونیسي.
بولټن وايي، د ایران نیابتي ډلې کمزورې شوې او د نفتو صادرات یې تر یوې کچې بندیزونو لاندې دي، چې له امله یې ایران سخت فشار احساسوي.
نوموړي زیاته کړې، ایران غواړي یو بهیر پیل کړي څو د خپلو اټومي تاسیساتو لپاره د اسرائیلي بریدونو مخنیوی وکړي؛ خو هېڅ داسې نښه نشته چې دې هېواد دې له اټومي وسلو د لاس اخیستو پرېکړه کړې وي.
بولټن دغه مذاکرات د وخت تېروونې لپاره د ایران کلاسیکه دیپلوماسي وبلله او ویې ویل، ایران ته د یورانیمو د غنيسازۍ اجازه ورکول یوه مرګونې تېروتنه ده.
هغه دغه راز ویلي، د خلیج عربي هېوادونه به د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړلو هرکلی وکړي.

