د طالبانو د استخباراتو غړي جابر نعماني په هیواد کې وروستیو ناامنیو او د افغانستان څخه د باندې جوړیدونکو غونډو ورخطاء کړی دی.
ښاغلي نعماني په خپلې ایکسپاڼې لیکلي، چې په هیواد کې نسبتاً درې کلنه آرامي د یو وحشي طوفان د راتلو نښه ده او دغه راز یې په طالب سرتېرو غږ کړی چې د امارت دفاع ته چمتو شي.
نوموړي له خپلو پلویانو غوښتي، چې هغه جنګ ته اماده شي چې د دوی تر مرۍ رارسیدلی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوي دي.

