د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکی جابر نعماني وایي، چې د افغانستان اړوند څو بېپیلوټه الوتکو د بلوچستان د کوټې ښار په شاوخوا سیمو کې پر ځینو هدفونو بریدونه کړي دي.
هغه وایي په دغو بریدونو کې د دښمن لوري ته درانه تلفات اوښتي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې شاوخوا پنځلس کسان وژل شوي او یا ټپیان دي.
همداراز راپورونه ښيي چې د بریدونو پر مهال د وسلو دوه لوی زېرمتونونه هم په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

