دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانتېره ورځ؛له ایران او پاکستانه له ۱۶ زرو ډېر افغان کډوال بېرته...

تېره ورځ؛له ایران او پاکستانه له ۱۶ زرو ډېر افغان کډوال بېرته راستانه شوي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د کډوالو چارو کمېسیون راپور ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ ټول ټال ۱۶ زره او ۳۳۸ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له پاکستانه بېرته راستانه شوي کډوال ۱۱ زره او ۳۵۱ تنه دي او له ایران څخه بیا ۴ زره او ۹۸۷ افغانان هېواد ته راګرځېدلي دي.

ویل شوي، دغه بېرته ستنېدنه د تورخم، سپین بولدک، انګور اډې، بهرامچې، ورېښمو پله او اسلام‌کلا له لارې شوې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here