شنبه, مارچ 21, 2026
Homeکورپاڼهتیرا؛د اپریدي قوم او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شوی

تیرا؛د اپریدي قوم او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شوی

د خېبر تیرا درې د اپریدي برقمبرخېل قوم او تحریک طالبانو پاکستان ترمنځ له څو ورځنیو خبرو وروسته هوکړه شوې چې ټي‌ټي‌پي به نور په دې سیمه کې د پاکستاني پوځ پر ضد عملیات نه کوي.

په یوه خپور شوي پرېکړه‌لیک کې ویل شوي چې ټي‌ټي‌پي وسلوال به له قوم نه عشر نه اخلي، قومي مسایلو کې به مداخله نه کوي او عام خلک به نه شکنجه کوي.

همداراز، ویل شوي که پوځ برید وکړي؛ نو دوی به د ځان دفاع کوي.

دا لومړی ځل دی چې د تیرا په سیمه کې د اپریدي قوم او ټي‌ټي‌پي ترمنځ دا ډول امنيتۍ تړون کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here