د جاپان حکومت اعلان کړی چې له افغانستان سره یې د طالبانو حکومت له واکمنېدو راهیسې تر تېر زیږدیز کال پورې د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې شاوخوا ۵۵۰ میلیونه ډالر بشري مرسته کړې او د مرستو د دوام لپاره یې ۱۹،۵ میلیونه ډالري نوې کڅوړه هم تصویب کړې ده.
دا څرګندونې د جاپان نوي ټاکل شوي سفیر کینیچي ماساموتو په کابل کې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د جاپان مرستې د بشري چارو، کډوالو، بدیل کښت، روغتیا، اوبو رسولو او د ښځو د ملاتړ په برخو کې لګول شوې دي.
د جاپان سفیر له نشهیي توکو سره د مبارزې، اداري فساد او امنیت په برخو کې د طالبانو حکومت لاسته راوړنې د پام وړ بللې او ټینګار یې کړی چې جاپان به له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

