د تیرو څو ورځو راهیسې د تورخم د دروازې بندېدو، له امله د دې لارې ګڼ شمیر ناروغان، مسافر او سوداګر، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په تورخم کې بند مسافر چې ډیری یې ناروغان دي وایي، په پیښور کې د اوسېدو لپاره ځای، او روژه ماتي لپاره پیسې نه لري.
دوي وایي، د پیسو د خلاصېدو له امله، شپې په جوماتونو کې تېروي.
طالب چارواکي د لارې د بندیدو پړه پر پاکستان اچوي او ادعا کوي چې په افغان خاوره د تاسیساتو مخنیوي دغه هیواد غصه کړی دی.

