د تورخم ښارګوټي عمري کمپ کې افغان کډوالو ته د مخابراتي اسانتیاوو په موخه د پنځو مخابراتي شبکو استازولۍ فعالې شوې دي.
د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ ویاند عنایتالله الکوزي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې هرې راستنې شوې کورنۍ ته درې وړیا سیمکارتونه هم ورکوي، چې یو جي بي انټرنټ او زر وړیا دقیقې هم لري.
ویل کېږي، چې دا سیم کارتونه به تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې فعال وي.

