سه شنبه, مارچ 31, 2026
Homeافغانستانتورخم؛پاکستان او افغان طالبانو په دې شرط د تورخم دروازه د کډوالو...

تورخم؛پاکستان او افغان طالبانو په دې شرط د تورخم دروازه د کډوالو پرمخ پرانیستله چې له وسلو پرته به چارې پرمخ وړي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه له یوې نوې هوکړې وروسته بېرته پرانیستل شوې، خو یوازې د هغو افغان کډوالو لپاره چې خپل هېواد ته ستنېږي.

د راپورونو له مخې، دواړو لورو پرون پرېکړه وکړه چې پر پوله به هیڅ ډول وسله نه ښکاره کېږي او که د هر لوري له خوا ډزې وشي، دا به د جګړې د عمل په توګه تعبیر شي.

نن سهار افغان او پاکستاني چارواکو د ګډو دعاګانو تر ادا کولو وروسته دروازه بېرته پرانیستله.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل شوی چې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی زیات شوی و.

تر اوسه پورې چارواکو د پولې د بشپړ پرانیستلو یا د تګ راتګ د عادي کېدو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here