د طالبانو حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین او په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراخېدو په هدف سره ولیدل.
د کرنې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د وزارت مرستیال صدراعظم عثماني په دې ناسته کې ویلي، د کوکنارو کښت د مخنیوي لپاره اړینه ده چې له ګاونډیو هېوادونو سره همغږي رامنځته شي، ترڅو افغان بزګرانو ته د عاید بدیل برابر شي او ګاونډي هېوادونه د نشهيي توکو له ناوړه اغېزو خوندي پاتې شي.
په دې لیدنه کې د ایران د سفارت سرپرست، عليرضا بیکدلي ویلي چې تهران لېواله دی له افغانستانه غوښه وارد کړي، او غواړي په کرنه او مالدارۍ کې له افغانستان سره همکاري پراخه کړي.
دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په هدف ترسره شوې ده.

