پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهتهران؛د صدا و سیما ټلویزیون پر ودانۍ د اسراییلو هوایي برید کې...

تهران؛د صدا و سیما ټلویزیون پر ودانۍ د اسراییلو هوایي برید کې درې تنه وژل شوي

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو د هوایي برید له امله د ایران صدا و سیما ټلویزیون لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.

راپورونه زیاتوي چې د برید تر مخه د تهران د درېیمې ناحیې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی و چې سیمه تخلیه کړي.

د برید له امله د ملي تلویزیون ژوندۍ خپرونې په ناڅاپي ډول بندې شوې.

یوه ویډیويي صحنه ښيي چې خبریاله د خپرونې پر مهال له خپل مېز څخه پاڅېږي او ستوډیو پرېږدي، وروسته دود د سټوډیو فضا نیسي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here