د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي ویلي، چې د افغان ښځو د حقونو برحقه داعیه د ځینو کړیو او اشخاصو له لوري د سیاسي موخو او شخصي ګټو لپاره کارول کېږي.
هغه دا کار د ښځو پر حقونو «لویه جفا» بللې او ټینګار یې کړی، چې د دې داعیې استخباراتي کول د اوسنیو حاکمانو له سیاستونو هم زیاته زیانمنه پایله لري.
عاصي ادعا کړې، چې ځینې «معلومالحال» افراد او حلقې د بهرنیو استخباراتي ادارو، په ځانګړي ډول د ISI او نورو شبکو سره اړیکې لري او د ښځو د حقونو تر نامه لاندې د پیسو او موقف د ترلاسه کولو هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې له ځینو کسانو سره د پاکستان او یو شمېر اروپایي پلازمېنو او اسرائیل په ګډون په نورو هېوادونو کې د شکمنو ناستو او اړیکو په اړه معلومات لري، چې د هغوی «استخباراتي ماهیت» څرګندوي.
هغه له اصلي فعالانو وغوښتل، چې خپل صفونه له هغو کسانو جلا کړي چې د ده په وینا د «نفوذي او استخباراتي کړیو» برخه دي.
عاصي ټینګار کړی چې د افغان ښځو د حقونو لپاره مبارزه د هر افغان ګډ مسوولیت دی، خو د هغه په خبره، د مشکوکو کړیو پر وړاندې چوپتیا «خیانت» ګڼل کېږي او باید د رښتینو او مشکوکو فعالانو ترمنځ کرښه روښانه شي.

