په ملګرو ملتونو کې، د امریکا مرستیاله سفیره تمي بروس فاکسنیوز ته ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د روانو خبرو په پایله کې هغه څه به وشي چې د ډونالډ ټرمپ غوښتنه ده.
هغې ویلي چې ولسمشر ټرمپ به هر ممکنه لاره وکاروي څو ټول اړخونه د خبرو مېز ته راولي او له پیل څخه یې روښانه کړې چې تهران باید اټومي وسلې ته لاسرسی ونه لري او غنيسازي ونکړي.
تمي بروس زیاته کړې چې ټرمپ د ایران خلکو سره په خپلو ژمنو ولاړ دی او اوسنی مهم هدف د منځني ختیځ ثبات دی.
هغې زیاته کړې چې د ایران رژیم هم پوهېږي چې څوک مسؤل دی، او د همدې لپاره اوس د خبرو مېز ته حاضر شوي دي.

