د بریتانیا تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې پر ایران د امریکا د بندیزونو سره هممهاله روسیې په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۲.۵ میلیارده ډالر نغدې پیسې ایران ته په پټه لېږدولي دي.
د راپور له مخې، د روسیې یوه دولتي بانک د بندیزونو د بیا پلي کېدو څو ورځې وروسته د ایران پر لور د نغدو پیسو سترو محمولو لېږد پیل کړ، چې په څلورو میاشتو کې د ۳۴ جلا محمولو په شکل روان و.
د ټلګراف په وینا، لومړنۍ محموله د اګست پر ۱۳مه، ۱۱۰ کیلوګرامه نغدې پیسې وې، او ټولې محمولې په تهران کې د ایران مرکزي بانک ته ورسېدې.
تلګراف وايي، دا پټه مالي همکاري د مسکو او تهران د ژورو اړیکو نښه ده او د ایران د حکومت د مالي جریان د ساتلو لپاره ترسره شوې ده.

