د ایران دولتي، تسنیم خبري اژانس منلې چې په تهران او شاوخوا سیمو کې د تېرو څو شپو په جریان کې د اعتراضونو پر مهال د وژل شویو کسانو شمېر «د پام وړ» دی.
بل خوا هممهاله خپلواکې نړیوالې ادارې وایي د پراخ انټرنېټي بندیز له امله د قربانیانو دقیق شمېر نه شي تثبیتېدای.
تسنیم د خپلو باخبره سرچینو له مخې ادعا کړې چې په وژل شویو کې ښځې، ماشومان، لارویان، دوکانداران او د اعتراض برخهوال شامل دي.
په همدې حال کې، ګڼ عیني شاهدان وایي چې د ایران امنیتي ځواکونو پر معترضانو په جګړهییزو مرمیو ډزې کړې دي.
سره له دې، تسنیم دا مرګونه «د داعشډوله ترهګریزو بریدونو» پورې تړي او د ایران له ځواکونو یې دفاع کړې ده.

