جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهترکیې؛په قصدي ډول د اور پراخېدو په تور ۱۶۸ کسان نیولي

ترکیې؛په قصدي ډول د اور پراخېدو په تور ۱۶۸ کسان نیولي

ترکي چارواکو ۱۶۸ کسان د ځنګلونو د قصدي سوځولو په تور نیولي دي.

د ترکیې د عدلیې وزارت ویلي چې یوازې په وروستیو ورځو کې ۳۹ نور کسان هم نیول شوي، او د ۶۴ پر ضد عدلي حکمونه صادر شوي دي.

ترکي رسنۍ وایي، چې په تېرو ورځو کې د بورسا او کارابوک په ګډون، څو سیمې له سختو اورونو سره مخ شوې دي.

د راپورونو له مخې، د بورسا ختیځ ته ۱۵۰ کیلومتره لرې، د یوې پراخې اورلګېدنې له امله لس تنه د ځنګل ساتنې کارکوونکي او مرستندوی رضا کاران هم وژل شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here