جمعه, مارچ 13, 2026
Homeکورپاڼهترکیې؛د ټولنیزو شبکو او پیغام‌رسوونکو خدماتو ته لاسرسی محدود کړی

ترکیې؛د ټولنیزو شبکو او پیغام‌رسوونکو خدماتو ته لاسرسی محدود کړی

ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د استانبول د ښاروال، اکرم امام‌اوغلو، او له سلو زیات نورو کسانو د نیولو وروسته، ترکیې د ټولنیزو شبکو او پیغام‌رسوونکو خدماتو ته لاسرسی محدود کړی دی.

ځینې مهمې پلېټفارمونه، لکه یوټیوب، انستاګرام، ایکس او ټیک‌ټاک، او همداراز د پیغام‌رسولو خدمات، لکه واټس‌اپ، ټلیګرام او سیګنال، د قصدي انټرنېټي بندیزونو سره مخ شوي چې د کاروونکو د لاسرسي سرعت یې سخت کم کړی دی.

د “نټ بلاکس” څارونکې ډله، چې د انټرنېټي سانسور څارنه کوي، دا محدودیتونه تایید کړي دي.

تر اوسه هیڅ ترکي چارواکي د دې اقداماتو په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی، خو کاروونکو راپور ورکړی چې د ترکیې ټولو لویو انټرنېټي شرکتونو دا محدودیتونه عملي کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here