د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر فرضي کرښه د جګړې د زیاتېدو په لړ کې، د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر هاکان فیدان په مشرۍ د ترکیې ډیپلوماټیکې هڅې شوي.
د ترکي دولتي رسنیو د راپور له مخې، فیدان له یو شمېر مهمو سیمهییزو چارواکو سره جلا ـ جلا ټیلیفوني خبرې کړې دي.
په دغو تماسونو کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان شامل دي.
راپورونه وایي، په دغو خبرو کې د سیمې پر امنیتي وضعیت، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روانو نښتو او د کړکېچ د کمولو پر ممکنه لارو چارو بحث شوی دی.

