شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستانترکیه کې؛د افغانستان سفارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته...

ترکیه کې؛د افغانستان سفارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شو

په انقره کې د افغانستان سفارت ویلي، چې د ترکیې پر حکومت د طالبانو د فشار او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له پرېکړې وروسته د جمهوري ریاست د دورې ټولو ډیپلوماټانو خپل ماموریتونه پای ته رسولي دي.

دغه سفارت ویلي چې په افغانستان کې د خلکو د ارادې پر بنسټ د یوه مشروع حکومت د نه شتون په صورت کې دغه سفارت د پنجشنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شو.

د یادونې ده چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ په درېیمه نېټه دغه سفارت ته یو لیک استولی او له دوی یې د بندولو غوښتنه کړې وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here