د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د حماس د سیاسي دفتر له غړو سره لیدلي دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دغه ناسته د ترکیې په استانبول کې شوې ده.
دغه ناستې ته داسې مهال اشاره شوې چې قطر او امریکا د اسراییلو او حماس ترمنځ منځګړیتوب کړی او لنډمهالی اوربند رامنځته شوی؛ خو سره له دې اسراییلو په ځینو سیمو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

