جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانترکیه؛د افغانستان او پاکستان د کړکېچ د کمولو لپاره لوړپوړی پلاوی اسلام‌اباد...

ترکیه؛د افغانستان او پاکستان د کړکېچ د کمولو لپاره لوړپوړی پلاوی اسلام‌اباد ته استوي

ترکیه به په راتلونکې اوونۍ کې یو لوړپوړی پلاوی اسلام‌اباد ته واستوي، څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ زیاتېدونکو ستونزو او ترینګلتیاوو د حل لپاره له اسلام‌اباد سره خبرې اترې وکړي.

پاکستاني رسنیو د هغه هېواد د ترکیې د سفیر له قوله راپور ورکړی چې په دې پلاوي کې به د ترکیې د استخباراتو مشر او یو شمېر لوړپوړي وزیران هم شامل وي.

د دغه سفر موخه د سیمې د امنیتي وضعیت ارزونه او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب هڅې بلل شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here