جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهترکیه، یونان او البانیا کې؛پراخ ځنګلي اورونو زرګونه خلک کډه کولو ته...

ترکیه، یونان او البانیا کې؛پراخ ځنګلي اورونو زرګونه خلک کډه کولو ته اړ کړي دي

د مدیترانې په ګڼو هېوادونو کې د سختې ګرمۍ او تندو بادونو له امله پراخ ځنګلي اورونه بل شوي دي.

یوازې په ترکیه کې له ۳۶۰۰ زیات کسان له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

په اسکي‌شهیر کې ۱۰ اوروژونکي وژل شوي، او لسګونه کسان ژوبل دي.

یونان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۴ اورونه ثبت شوي، په کیترا ټاپو کې اور له بادونو سره بیا تازه شوی دی.

په البانیا کې ۹۰۰ اوروژونکي د پوځ په ملاتړ هڅه کوي چې اور ساحلي ښار ساراندا ته ونه‌رسېږي.

بلغاریا کې هم یو لوی اور ۶۴۰۰ هکتاره ځمکه سوځولې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here