د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی چې د دې هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر به روانه اوونۍ اسلاماباد ته سفر وکړي.
د اردوغان په وینا، د ترکي پلاوي هدف د پاکستان او طالبانو ترمنځ دایمي سولې د تړون لپاره هڅې پیاوړې کول دي.
دغه څرګندونې هغه له باکو د سفر تر پایته رسېدو وروسته وکړې، چیرې چې یې له پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف سره هم لیدلي وو.
تر اوسه د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکو له لوري د ترکي پلاوي د سفر په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.
دا مهال د دواړو لورو درېیم پړاو خبرې په ترکیه کې بېپایلې پاتې شوې، او دواړو خواوو یې د ناکامېدو پخلی کړی دی.

