د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال احمد قربانوف او د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ د آسیا څانګې استازې پاولا پامپولوني د افغانستان د وضعیت او د سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.
قربانوف ویلي، ترکمنستان هڅه کوي د سولې او دوامدار پرمختګ لپاره هغه نوښتونه عملي کړي چې د افغانستان د ثبات سبب ګرځي. نوموړي ټینګار کړی چې د بشري مرستو دوام هم د عشقآباد د مهمو همکاریزو اقداماتو برخه ده.
دواړو لورو د ستراتیژیکو بنسټیزو پروژو، لکه د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ جوړول او د انرژۍ او ترانسپورت نوي دهلیزونه، مهم وبلل.
کاسپین پست د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي، قربانوف او پامپولوني چمتو دي چې د دواړو خواوو ترمنځ د علاقې وړ موضوعاتو په برخه کې ګډ کار ته دوام ورکړي.

