شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستانترکمنستان؛د طالبانو حکومت سفیر د پاکستان له سفیرې سره د افغانستان په...

ترکمنستان؛د طالبانو حکومت سفیر د پاکستان له سفیرې سره د افغانستان په اړه خبرې کړې

په ترکمنستان کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست فضل محمد صابر د پاکستان له سفیرې فریال لغاري سره لیدلي دي.

دواړو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو او د ویزو اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

پاکستانۍ سفیرې ژمنه کړې چې دغه موضوعات به له خپل حکومت سره شریکوي.

نوموړې د کابل او اسلام‌اباد ښې اړیکې مهمې بللي او د ستونزو د حل لپاره یې د اړیکو پراختیا اړینه ګڼلې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here