په تخار کې یو سړی چې د زړه ناروغي یې لرله، د هغه پر کور د طالبانو حکومت د امر بالمعروف د مامورینو د حجم ور وړلو له کبله د زړه د حملې پېښې کې مړ شوی.
ځايي خلک وايي، مامورین د ملا رسول کور ته ورغلي وو چې د تعویذ لیکلو په اړه پوښتنه وکړي.
د معلوماتو له مخې، له هغوی سره یو سیمهییز طالب قوماندان «قصاب ملا کمال» هم ملګری و، چې د خلکو په وینا د وېرې او وهلو ټکولو له امله مشهور دی.
سرچینې وایي، چې دوی غوښتل یاد کس له کور په زوره را وباسي، چې د زړه د ناروغۍ له کبله یې سکته وکړه او ځای پر ځای ومړ.

