پاکستاني طالبانو (TTP) د رهبرۍ شورا له کلنۍ غونډې وروسته د ۲۰۲۶ کال لپاره نوی اداري او پوځي جوړښت اعلان کړی.
د اعلان له مخې، مفتي نور ولي محسود د تحریک د مشر په توګه پر خپله دنده پاتې کېږي.
په نوي جوړښت کې د لوېدیځ زون (بلوچستان) او مرکزي زون په نوم دوه نوي پوځي څارنيز زونونه جوړ شوي او د کشمیر په نوم نوی سیوري ولایت هم زیات شوی او سربېره پر دې ګلګت په جلا اداري واحدونو وېشل شوی دی.
د پوځي زونونو مشرتابه بدل شوی او احسانالله ایپي د جنوبي پوځي زون مشر ټاکل شوی او همدارنګه هلال غازي د مرکزي پوځي زون مرستیال مشر ټاکل شوی دی.
په سیاسي برخه کې، عظمتالله محسود د سیاسي کمېسیون د مشر په توګه ټاکل شوی او د TTP له لوري د «هوايي ځواک» په نوم د نوې پوځي څانګې د جوړېدو اعلان هم شوی دی.
تر ټولو د پام وړ اعلان د TTP له لوري د «هوايي ځواک» د نوې پوځي څانګې جوړېدل دي، چې مشري به یې سلیم حقاني کوي.
دا بدلونونه پاکستان کې د تحریک له لوري د خپل نفوذ د پراخولو او د عملیاتو د نوې مرحلې د پیل نښه بلل کېږي.

