د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تام باراک ویلي، د احمد الشرع د موقت حکومت ملاتړ د ایران د نفوذ کمولو او د داعش د بیا راټولېدو د مخنیوي لپاره حیاتي دی.
باراک په واشنګټن کې ویلي چې د امریکا، الشرع او متحدانو اهداف همغږي دي؛ خو ګڼې ډلې هڅه کوي دا اړیکې ګډوډې کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ایران ملاتړې ډلې او داعش دواړه د بېثباتۍ ګډ هدف لري.
په عین حال کې، د اسراییلو یوه لوړپوړي امنیتي مقام ویلي چې له جنوبي سوریې د ایران د ملاتړو ډلو د احتمالي بریدونو جدي ګواښونه تر لاسه شوي او تلابیب د یوې نوې جبهې د جوړېدو مخنیوی غواړي.
راپورونه وایي، د اسراییلو او د دمشق د رژیم ترمنځ د جنوبي سوریې د غیرنظامي کولو په اړه خبرې روانې دي، او سعودي عربستان اسراییل ته پیغام ورکړی چې د احمد الشرع د حکومت له کمزوري کولو ډډه وکړي، ځکه د هغه ثبات د تهران د نفوذ په کمولو کې مرسته کوي.

