دوشنبه, فبروري 16, 2026
Homeکورپاڼهتازه خبرد باجوړ په یوه دیني مدرسه کې دننه موټر بمب برید...

تازه خبرد باجوړ په یوه دیني مدرسه کې دننه موټر بمب برید شوی

د خیبر پښتونخوا د باجوړ په ماموند تحصیل ، ملنګي سیمه کې د یوې دیني مدرسې دننه زوروره چاودنه شوې چې له امله یې ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې ده.

د سیمه‌ییزو امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، دا برید د موټر بم ځانمرګي برید په وسیله ترسره شوی.

چارواکي وایي، یاده مدرسه پخوا د پاکستاني طالبانو د اړوندو ډلو د پټنځای په توګه کارېده، خو دا مهال د امنیتي ځواکونو او پولیسو تر کنټرول لاندې وه.

د چاودنې د شدت له امله د نږدې کور یو ماشوم وژل شوی او درې کسان سخت ټپیان شوي دي.

تر دې دمه په یاده مدرسه کې د موټر بمب برید له امله د وژل شویو کسانو جسدونه نه دي راویستل شوي او پولیس ترې په لیرې واټن کې قرار لري.

په یاد برید کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو وېره شته.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here