د راپورونو له مخې، اسرائيل پر ايران هوايي بریدونه کړي دي.
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې په پلازمېنه تهران کې د دریو سترو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د ایران ځايي سرچینو ویلي، چاودنې د ښار په بېلابېلو برخو کې شوې دي، خو تر اوسه د مرګژوبلې او احتمالي زیانونو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.
بل لور ته د اسرائیلو دفاع وزیر اعلان کړی چې پر ایران یې وار مخکې کړی او دغه بریدونه د دوی له لوري ترسره شوي دي.
نوموړي ادعا کړې چې دا ګام د امنیتي اندېښنو په ځواب کې اخیستل شوی، خو د بریدونو د هدفونو او پراخوالي په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
تر اوسه د ایران چارواکو د بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

