د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د یو جومات په دننه کې د چاودنې له امله لسګونه کسان ټپیان شوي دي.
عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې د پېښې له ځایه څو ټپیان د جومات له انګړه راایستل شوي او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
تر دې دمه د پېښې نوعیت، د مرګ ژوبلې کره شمېر او د چاودنې علت نه دی روښانه شوی.

