د طالبانو حکومت د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د دې ولایت د زازي میدان، عليشېر او تريزي ولسوالیو په مربوطاتو کې، د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ پر پوستو د افغان ځواکونو د غچاخیستونکو بریدونو نوې لړۍ پیل شوې ده.
ګربز ویلي، چې دغه بریدونه د وروستیو پېښو په غبرګون کې ترسره کېږي او افغان ځواکونه په یاده سیمه کې د مقابل لوري پر پوځي اهدافو منظم عملیات روان ساتلي دي.
نوموړي د نښتو د مرګژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي وړاندې کړې، خو ټینګار یې کړی چې عملیات دوام لري.

