تاجکستان کې پر چینايي وګړو د شوي وسله وال برید له کبله یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.
یاده پېښه له افغانستان سره د دغه هېواد پولې ته نږدې د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې رامنځته شوې ده.
په ورته مهال د تاجکستان چارواکو هم یاده پېښه منلې؛ خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د یادونې ده چې هلته چینايي وګړي د سرو زور په کان کې کار کوي.
تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
دا لومړی وار دی، چې هلته په سرحدي سیمه کې یو چنیایي وګړی وژل کېږي.

