شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانتاجکستان پلاوي؛د امیرخان متقي سره د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د پراختیا...

تاجکستان پلاوي؛د امیرخان متقي سره د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د تاجکستان یو پلاوي په کابل کې د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې د اړیکو د پیاوړتیا په تړاو، په ځانګړي ډول د ډیپلوماټیکو اړیکو او اقتصادي همکاریو پر زیاتولو خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې امیرخان متقي ویلي، کابل هڅه کوي له دوشنبې سره د ښه ګاونډیتوب او مثبتو اړیکو پراختیا ته دوام ورکړي، او دا اړیکې په بیلابیلو برخو کې د پراختیا په حال کې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تاجک پلاوي د دې اړیکو پر لا پیاوړتیا باور څرګند کړی او ټینګار یې کړی چې افغانستان او تاجکستان کولی شي په ګڼو برخو کې نږدې او اغېزمنې همکارۍ ولري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here