د تاجکستان او قرغیزستان مشرانو نن د کاسا-۱۰۰۰ برېښنا لېږد پروژې یوه مهمه برخه رسماً پرانیسته.
په دې مرحله کې د ۵۰۰ کیلو ولټه انتقال مزي شامل دي، چې د قرغیزستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته رسوي.
د راپورونو له مخې، کاسا-۱۰۰۰ پروژه به تر ۲۰۲۷ میلادي کال پورې بشپړه شي.
افغانستان به هر کال دغه پروژه کې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ترلاسه کړي او د برېښنا د ترانزیت له حقه به ۵۰ میلیونه ډالر عاید ترلاسه کړي.
د کاسا-۱۰۰۰ پروژه د دې لپاره طرحه شوې چې ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا د مرکزي آسیا له هیوادونو څخه، د افغانستان له لارې، جنوبي آسیا ته ولېږدوي.

