چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستانتاجکستان:د افغانستان له خاورې راووښتي درې قاچاقبران وژل شوي او دوه نور...

تاجکستان:د افغانستان له خاورې راووښتي درې قاچاقبران وژل شوي او دوه نور تښتېدلي

د تاجکستان سرحدي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان له پولو د ناقانونه تګ هڅه کوونکو پنځو افغان قاچاقبرانو سره نښته وسله واله نښته کړې.

د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې نښته کې درې قاچاقبران وژل شوي او دوه نور بېرته د افغانستان خاورې ته تښتېدلي دي.

د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅار لاندې خاور خبري اژانس ویلي چې یاده نخښته د شمس الدین شوخین په سیمه کې رامنځته شوې.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي چې له قاچاقبرانو څخه څو وسلې او څلور بوجۍ چې ۷۳ بستې چرس او تریاک پکې وو، ترلاسه شوي دي.

د سرچینو په وینا، د تاجکستان سرحدي سیمه اوس تر کنټرول لاندې ده او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here