د تاجکستان دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د عدلیې وزارت اړوند په یوه زندان کې د بندیانو د یوې ډلې له خوا په ډزو کې درې بندیان وژل شوي او د زندان درې کارکوونکي ټپیان شوي دي.
د خاور خبري اژانس د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ یوې ۹ کسیزې ډلې له زندان څخه د تېښتې هڅه وکړه او د زندان پر مامورینو یې په چاقو برید وکړ.
د يو بل خبر له مخې، د زندان د مامورينو په ډزو کې درې تنه بنديان وژل شوي؛ خو اوس په زندان کې وضعيت عادي شوى دى.
دغه زندان د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې موقعیت لري او د دغه هېواد له مهمو زندانونو څخه دی چې د تاجکستان د عدلیې وزارت تر څارنې لاندې فعالیت کوي.

