د بلوچستان په ژوب ضلعې په سمبازه کې د پاکستاني استخباراتو په عملیاتو کې د ټيټيپي ۱۴ غړي وژل شوي دي.
راپورونه وایي چې ۴۰ طالب جنګیالي چې په دریو ډلو ویشل شوي وو، هڅه یې کوله د خیبر پښتونخوا له ډیره اسماعیل خان څخه بلوچستان ته لاره ومومي او له هغه ځایه په پاکستان کې عملیات وکړي، چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د پاکستاني امنیتي سرتیرو سره په جګړه ښکیل شول او یاده مرګژوبله رامنځته شوې.
امنیتي مسولینو خراسان ډایري ته ویلي چې د ۱۴ کسانو جسدونه موندل شوي، او ټپیان د درملنې په موخه نږدې روغتون ته لیږدول شوي دي.

