چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانبي‌بي‌سي:شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال له سلو زیاتو هېوادونو کې مېشت دي

بي‌بي‌سي:شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال له سلو زیاتو هېوادونو کې مېشت دي

د بي‌بي‌سي د حقیقت موندنې د نوې څېړنې له مخې، افغان کډوال دا مهال د نړۍ له سلو زیاتو هېوادونو کې ژوند کوي او د ثبت شویو شمېر یې له شپږو میلیونو اوښتی دی.

راپور ښيي چې ایران، پاکستان او جرمني د افغان کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېوادونه دي، او همداراز په اروپا، امریکا، کاناډا، اسټرالیا او منځنۍ اسیا کې هم میلیونه افغانان مېشت دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، که څه هم د کډوالو شمېر په ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی و؛ خو په وروستیو کلونو کې د میلیونونو افغانانو د بېرته ستنېدو له امله دا شمېر راکم شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here