پنجشنبه, اپریل 9, 2026
Homeکورپاڼهبنیامین نتنیاهو:غواړو له لبنان سره مستقیمې خبرې پیل کړو؛ خو اصلي اجنډا...

بنیامین نتنیاهو:غواړو له لبنان سره مستقیمې خبرې پیل کړو؛ خو اصلي اجنډا به د حزب‌الله بې وسلې کول وي

د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، هېواد یې چمتو دی له لبنان سره ژر تر ژره مستقیمې خبرې پیل کړي.

په خبرپاڼه کې د نتنیاهو له قوله ویل شوي، دا پرېکړه د لبنان له‌خوا د پرله‌پسې غوښتنو وروسته شوې او مذاکرات به د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوله‌ییزو اړیکو پر ټینګښت راڅرخي.

هغه همداراز د لبنان د لومړي وزیر وروستۍ غوښتنه مهمه بللې چې پکې د بیروت د بې‌وسلې کولو خبره شوې، او دا یې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره یو مثبت ګام ګڼلی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here