د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه تازه ویډیو کې، چې د اسرائیلو په یوه قهوهخانه کې ثبت شوې، د هغه د وژل کېدو په اړه خپرې شوې اوازې په طنزي ډول رد کړې دي.
نتانیاهو چې په لاس کې یې د قهوې پیاله نیولې، په تمسخرانه شکل وویل: «هو، زه مړ شوی یم؛ خو د قهوې لپاره!»
هغه د اسرائیلو خلکو ته په خطاب کې ویلي:« له کوره ووځئ او لږه هوا واخلئ؛ خو ډاډ ترلاسه کړئ چې خوندي پناه ځای ته نږدې اوسئ…ستاسو ټینګ دریځ رښتیا هم حیرانوونکی دی.»
نوموړي د دې لپاره چې هغه ویډیو د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له لارې جوړه شوې نه ده، خپلې لس واړه ګوتې هم خلکو ته وښودلې، څو هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې د هغه وروستۍ ویډیوګانې جعلي دي.
په دې وروستیو ورځو کې ځینو بهرنیو رسنیو ادعا کړې وه چې نتانیاهو د ایران د بریدونو پر مهال وژل شوی دی او ویل شوي وه چې د هغه یوه وینا د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړه شوې ده.

