د بنګلهدېش جېټ الوتکې غورځېدو کې ۲۷ تنه وژل شوي.
د بنګلهدېش د چارواکو په وینا، د دغه هېواد د هوايي ځواک یوه جېټ الوتکه چې د روزنیز ماموریت لپاره الوتې وه، د ډهاکه ښار په یوه ښوونیز کمپلکس کې غورځېدلې ده.
په پېښه کې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي، چې ۲۵ یې ماشومان دي.
چارواکي زیاتوي چې ۸۸ نور کسان ټپیان شوي او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د پېښې علت تر اوسه نه دی څرګند شوی.

