د بنګلهدېش په تازه پارلماني ټاکنو کې د ملتپال ګوند “Bangladesh Nationalist Party (BNP)” په مشرۍ سیاسي ائتلاف پراخ اکثریت خپل کړ او دغه ګوند له نږدې دوو لسیزو وروسته بېرته د هېواد تر ټولو ځواکمن سياسي جریان وګرځېد.
په داسې حال کې چې جماعت اسلامي او شریکانو یې شاوخوا ۷۰ څوکۍ وګټلې، د ملتپال ګوند شمېرې د نوي حکومت لپاره پیاوړی اکثریت تضمینوي او د ټاکنو کمېسیون د لومړنیو پایلو له مخې اعلان کړی چې BNP او متحدینو یې لږ تر لږه ۲۱۲ څوکۍ ترلاسه کړي.
د ګوند مشر طارق رحمان چې د پخوانۍ صدراعظمې خالده ضیاء زوی دی، له تېر ډسمبر وروسته له شاوخوا شلو کلونو جلاوطنۍ بېرته هېواد ته راستون شو او اوس د بنګلهدېش د راتلونکي سیاسي لوري ټاکونکی بلل کېږي.
شنونکي وايي، دا ټاکنې د بنګلهدېش په وروستیو کلونو کې تر ټولو واقعي سیالي وه، ځکه چې د شیخ حسینه د حکومت له ړنګېدو وروسته هېواد له پراخو اعتراضونو او اقتصادي ګډوډۍ سره مخ و.
که څه هم رسمي پایلې به څو ورځې وروسته اعلان شي او تر هغې مخکې نوی حکومت لوړه نشي کولای، خو د BNP بریا لا له اوسه د کور دننه او بهر د سیاسي ثبات لپاره یو مهم بدلون ګڼل کېږي.

