د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د بنګلهدېش د نړیوال سوداګریز نندارتون د لیدنې پر مهال د دغه هېواد د صادراتو د ودې ادارې له مشر محمد حسن عارف سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ د پراختیا پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې محمد حسن عارف ویلي، بنګلهدېش چمتو دی چې افغانستان ته په منظم او دوامداره ډول معیاري درمل او طبي محصولات صادر کړي، او ټینګار یې کړی چې د دوی د درمل جوړونې سکتور پرمختللی او له نړیوالو معیارونو سره سمون لري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، افغان لوري د بنګلهدېش دغه وړاندیز د افغانستان د روغتیايي اړتیاوو لپاره مهم بللی او دواړو لوریو هوکړه کړې چې دوهاړخیزې اړیکې به له سیاسي او دوستانه تعامل څخه عملي اقتصادي همکارۍ ته لوړې کړي، څو د سوداګرۍ کچه لوړه او متقابل باور لا پیاوړی شي.

