د بنګلهدیش د مليپال ګوند مشر، طارق رحمان د سې شنبې په ورځ د بنګلهدیش د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.
دا پېښه په سویلي اسیا کې د دغه هېواد لپاره د سیاسي بدلون یوه مهمه نښه بلل کېږي، په ځانګړي ډول له هغې وروسته چې هېواد له یو کړکېچن او ترینګلي سیاسي پړاو څخه تېر شوی و.
۶۰ کلن رحمان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیا او د وژل شوي ولسمشر ضیاءالرحمن زوی دی.
هغه وروسته له هغه چې ګوند یې په پارلماني ټاکنو کې څرګنده بریا خپله کړه، په رسمي توګه د حکومت مشري پر غاړه واخیسته او د نوي حکومت د جوړولو بهیر یې پیل کړ.
سیاسي شنونکي وایي، د نوموړي واک ته رسېدل ښايي د هېواد په کورني سیاست، اقتصاد او بهرنۍ تګلارې کې نوې پرمختګونه او بدلونونه رامنځته کړي.

