د ایران د هرمزګان ولایت والي په بندر عباس کې د شوي برید له کبله درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.
د ایراني رسنیو د راپورنو له مخې، په دغې چاودنه کې اتلس تنه وژل شوي؛ خو ښايي د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ شي.
بل لورته د ایران د روغتیا وزارت او سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې په پېښه کې تر زرو زیات کسان ټپیان شوي؛ چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

