د بلوچستان په مرکزي ښار کوېټه کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
په یادو پېښو کې، یو مړی د ښار د سول لاینز په سیمه کې موندل شوی چې ورسره د تحریک طالبان پاکستان نوم لیکل شوی و.
سربېره پر دې، په کچلاغ او هزاره ټاون سیمو کې هم دوه نور مړي موندل شوي دي.
همدارنګه، د کوېټې په ختیځ بای پاس او پښتوناباد سیمه کې ناپېژاندو وسلهوالو د اوبو پر برمو ډزې کړې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
پولیسو د پېښو په تړاو پلټنې او عملیات پیل کړي، او د وژل شوي کس کورنۍ د کوېټې پرېس کلب مخې ته د احتجاج پر مهال د عاملینو د ژر نیولو غوښتنه کړې ده.

