وسله والو د بلوچستان د پنجګور ولسوالۍ د پاروم په جهین سیمه کې د ملي احصایې او ثبت ادارې دفتر سوځولی دی.
سیمهییزې سرچینې وایي، وسلهوالو د دفتر اسناد هم له منځه وړي دي.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.
د یادونې ده چې نن ورځ یې په ټانک کې د ایف سي ځواک د دوو سرتېرو کور هم سوځولی و.

