د بلوچستان امنیتي چارواکي وايي، ناپېژاندو وسلهوالو د پنجګور ولسوالۍ په چټکان بازار کې پر درې خصوصي بانکونو برید کړی دی.
د پولیسو په وینا، بریدکوونکو له بانکونو څخه شاوخوا ۱۵۵ میلیونه روپۍ لوټ کړي او له سیمې تښتېدلي دي.
پولیس زیاتوي، د پېسو د انتقال پر مهال د وسلهوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې پکې یو پولیس او یو بل کس وژل شوي او څلور نور پولیس ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.

