پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهبلوچستان؛په ټاکري شاهرګ سیمه کې د مزدورانو پر موټر چاودنه شوې

بلوچستان؛په ټاکري شاهرګ سیمه کې د مزدورانو پر موټر چاودنه شوې

د بلوچستان د هرنای په ټاکري شاهرګ سیمه کې بمي چاودنه شوې، چې په نتیجه کې ۹ کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

ځایي سرچینې وایي، چې چاودنه د مزدورانو پر یو پک اپ موټر شوې، چې ۱۸ کسان په کې سپاره وو.

سرچینو زیاته کړې، چې وژل شوي کسان د سوات او دیر سیمو سره تعلق لري.

راپورونه وایي چې د سیمې مخابراتي شبکې له تېرو دوو ورځو راهیسې بندې وې، چې له امله یې د پېښې په اړه معلومات په ځنډ سره ترلاسه شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here